CRI Online

د امريکايي سياستوالو د دروغو يو بل ثبوت په ډاګه شو.

cri     (GMT+08:00) 2020-09-18 14:24:19

د چين حکومت د سپتمبر په ۱۷مه نېټه په شينجيانګ کې د کار او استخدام ضمانت سپين کتاب خپور کړ او پکې د واقعي شمېرو او رښتينو شواهدو په ښودلو سره څرګندېږي چې د شينجيانګ د استخدامي تګلارو په رڼا کې د کارکوونکو د نيت او هيلې پوره درناوی کېږي، د کارکوونکو قانوني حقونه ساتل کېږي، د کارګرو او بشري حقونو په اړه د نړيوالو معيارونو مراعات کېږي او د شينجيانګيانو هوسا ژوند تامينېږي او تر زياتې اندازې پورې د دوی کاري حقونه خوندي کېږي.

ځينو امريکايي سياستوالو له دې وروستيو څو ورځو راهيسې د ايډيالوژيکي تعصب او ولسمشريزو ټاکنو په ستر فشار سره څو څو ځله په شيجيانګ کې د اجباري کار په اړه درواغ جوړ کړې. په ياد سپين کتاب کې د کارګرو د هيلې د درناوي او د حقونو د ساتلو په برخو کې شيجيانګ کې د کار او استخدام حالت په مشخصه توګه بيان شوی دی او ثابت شوي چې د يادو امريکايي سياستوالو اړوندې خبرې بيخي بې دليله دي او له واقعيتونو سره سمون نه لري.

د دغه سپين کتاب له مخې، د چين حکومت د شينجيانګ په بېوزلو سيمو کې د استخدامي تګلارې په اړه يو لړ بنسټيز اصول لري چې بايد د خلکو هيلې او نيت ته درناوی وکړي او د هر ډول اجباري کار مخنيوی دې وکړي. چيني حکومت د کاري فرصتونو د ترتيبولو په وخت زياتې څېړنې کوي او د مختلفو کسانو بېلې اړتياوې پوره کوي څو چې ځايي خلک په خوشحالۍ سره کار وکړي او ثابت عاديدات ولري. په شينجيانګ کې د يو لړ اغېزمنو استخدامي تګلارو په اثر د ځايي خلکو د ژوند سويه په پر له پسې توګه لوړه شوې او نيکمرغه ژوند لري.

خو ځينو امريکايي سياستوالو پر دې خپلې سترګې پټې کړې او د دوو ګونو معيارونو په خپلولو سره يې د انتقاد ګوټه ونيوله او سپين ته يې تور ويلي. دوی په شينجيانګ کې د بشري حقونو مسئلې ته خپل پام په ډاګه کړ، خو له بلې خوا يې پر شينجيانګي تصديو بنديز لګولی چې يو شمېر ځايي اوسېدونکو له دې امله خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای