د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په ۱۷مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه د ۲۰۲۰ کال د GlobeLand30 شمېره خپره کړه او م م ته يې بسپنه ورکړه. دا د م م د جوړېدو د ۷۵مې کاليزې په مناسبت وړاندې شوی يو بل نړيوال عامه محصول او د څواړخيزم د پلي کولو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ د پرمخبيولو لپاره د چين مشخص عمل دی.
وانګ ون بين وويل چې چين په ۲۰۱۴ کال کې م م ته د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۰ کال د GlobeLand30 شمېره بسپنه ورکړه او له نړيوالې ټولنې سره يې شريکې کړې.دا د چين له خوا م م ته وړاندی شوی د لومړۍ لوړې ټېکنالوژۍ عامه محصول دی چې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |