CRI Online

له بې وزلۍ څخه د شا جو کلي د وتلو کېسه

cri     (GMT+08:00) 2020-09-18 18:49:21

د چین د هو نان ولايت په شا جو کلي کې زیاتره اوسېدونکي د ياو قوم دي، څه باندې ۱۰ کاله مخکې په دې کلي کې د بې وزلو کسانو شمېر د کلي په ټول نفوس کې کابو دوه پر درېيمه برخه ونيوله. شل کاله وړاندې يعنې په ۲۰۰۰ کال کې شا جو کلي ته په لومړي ځل پوخ سړک جوړ شو. د ۲۰۱۸ کال تر پايه پورې د شاجو کلي د کليوالو د هرتن په سر عايدات ۱۲۰۰۰ يوان ( کابو يو لک او ډېرش زره افغانۍ ) ته ورسېدل او ټول خلک يې له بې وزلۍ څخه ووتل.

ددغه کلي د پرمختګ لارې چارې څه دي؟

د شاو جو کلي يوه څنډه

له بې وزلۍ څخه د شا جو کلي د وتلو لومړۍ لار :

سياحتي چارو ته وده ورکول

د ۱۹۳۴ کال په نومبر کې د چين سور پوځ درې ښځينه عسکرو د يوه سفر پرمهال په شا جو کلي کې د سپينسرې شو جيه شيو نومې سپين سرې مېرمنې په کور کې يې استراحت او شپه تېره کړه.

يادو عسکرو له دغه کور څخه د وتلو پرمهال خپله بړستن پرې او پر دوو برخو يې ووېشله نيمايي يې سپينسرې ته ورکړه.

سپينسرې له دې امله له عسکرو څخه ډېره مننه وکړه او ويې ستايلې. د سور پوځ د عسکرو او سپين سرې مېرمنې ترمنځ دا کيسه وروسته نسل په نسل په شا جو کلي کې خپره شوې او دغه کېسه په ځايي خلکو کې د نيمې بړستنې په نوم مشهوره شوه.

شا جو کلی کې د دغې کيسې په اړه مجسمه

د سپينسرې شو جيه شيو د کورنۍ غړي

شاو جو کلي کې د دغې کېسې په وياړ يو ځانګړی موزيم جوړ شوی او هرکال ګڼ شمېر سيلانيان راجلبوي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر کې د چين د سور پوځ د اوږد مارش د برياليتوب د ۸۰ مې کليزې لمانځغونډې ته په وينا کې د نيمې بړستنې کيسې يادونه و کړه چې له امله يې د شاجو کلي ډېر شهرت موندلی.

د ۲۰۱۷ کال په لومړيو کې د شا جو کلي اوسېدونکو د سور پوځ د يادونې لپاره يو کلتوري ميدان جوړ کړ او د درې عسکرو د لنډمهاله مېشتېدو ځايونه يې په تاريخي ځايونو کې شامل او د سيلانيانو پرمخ پرانيستل.

د کليوالو له دې اقدام وروسته ياد کلي ته د سيلانيانو تګ راتګ زيات شوی.

د سپين سرې شو جيه شيو د دوهم زوی جو جونګ شيونګ کورنۍ غړي

د سپين سرې شو جيه شيو لمسی جو شياو هونګ په شاجو کلي کې خپل کور کې يو هوټل پرانيستی دی او دا په دې کلي کې لومړی هوټل دی.

له بې وزلۍ څخه د شا جو کلي د وتلو دوهمه لار:

د زراعت وده

په شاجو کلي کې اوس کيوي،ژېړ ادرک، سپين چای او داسې نور توکي کرل کيږي. د چين دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ۱۸ مه نېټه دغه کلي ته ورغی او هلته يې د بې وزلۍ د له منځه وړلو چارو وضعيت له نږدې وليد .

اوس په شا جو کلي کې کابو د ۱۶۰ هکتارو ځمکه کې کيوي کرل شوي او په هر هکتار کې کابو يو زر او پنځه سوه کيلوګرام حاصل کوي او ارزښت يې شاوخوا دوه لکه، پنځه نوي زره ډالر کېږي

له بې وزلۍ څخه د شاو جو کلي د وتلو اصلي لامل په چين کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو تګلارو عملي کېدل دي چې له مخې يې د هرې بې وزلې کورنۍ سره د مرستې لپاره مناسب اقدامات غوره شوي دي. ځکه د بېلابېلو کورنيو د بې وزله کېدو لاملونه توپير لري او له دوی سره د مرستې اقدامات هم بايد د دوی له واقعي حالاتو سره سم وټاکل شي. دا نظريه د چين دولت رئيس شي جين پينګ اووه کاله وړاندې د هو نان ولايت له شيدادونګ کلي څخه د ليدنې پر مهال څرګنده کړه. له هغه وروسته د چين په بېلابېلو ځايونو کې د يادې نظريې د عملي کېدو هڅې پيل شوې او تراوسه هم جاري روانې دي.

د هو نان ولايت شيبادونګ کلی

له ۲۰۱۲ کال تر ۲۰۱۹ کال پورې په هو نان ولايت کې ۷ ميليونه ۴۷۰ زره بې وزله کسان له بې وزلۍ څخه وتلي او ۵۱ بې وزلۍ ولسوالۍ هم په بشپړه توګه شتمنې شوې د رامنځته کېدو کچه له ٪13.43 څخه ٪0.36 ته راټيټه شوېده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای