د چين رهبر شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۷ مه نېټه د چين د هو نان ولايت په مرکز چانګ شا ښار کې له (سانوارډ) شرکت څخه د لیدنې پر مهال پر دې ټينګار وکړ چې نوښت د تصديو د سوداګريزو فعاليتونو لپاره تر ټولو مهم دی، تصدۍ بايد کليدي تخنيکونه پخپله توليد کړي او پر ځان دې بسيا شي او د توکو جوړولو چارو ته بايد پرمختګ ورکړي.
سانوارډ شرکت د ځيرک سامان الاتو يوه تصدۍ ده او په ۱۹۹۹ کال کې جوړه شوې ده. دغه شرکت په عمده توګه د ساختماني چارو ځانګړي اړين توکي او هوايي چلند لپاره ډول ډول سامان الات جوړوي او اوس په نړۍ کې د ساختماني چارو د سامان الاتو په ۵۰ ټاپ توليدي تصديو کې، د سکواټرونو د توليد په ۲۰ ټاپ تصديو کې او دغه راز د کوچنيو الوتکو د توليد او نورو ته يې په کرايه ورکولو برخه کې هم په درېيمه ټاپ درجه کې راځي.
تراوسه پورې يې له ۲۲۰ ډېر سامان آلات ډيزاين او جوړ کړي چې د تخنيکي پوهنې ملکيت يې پر همدې شرکت پورې اړه لري او د نړۍ تر ۱۰۰ ډېرو هېوادونو صادرات لري.
د ياد شرکت لخوا جوړ شوی لوي سکواټرونه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |