CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر له ۳۰ ميليونو څخه زيات دی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-19 10:35:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په ۱۸مه نېټه يوه نوې شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر له ۳۰ ميليونو څخه زيات شوی دی، چې ۳۰۰۵۵۷۱۰ ته رسېدلی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرنې له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د سپتمبر د ۱۸مې نېټې تر ۱۶ بجو يو ديقيقې پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته شویو کسانو شمېر تر يوې مخکنۍ ورځ ۳۱۵۹۱۹ زيات شوی، چې ۳۰۰۵۵۷۱۰ ته رسېدلی. د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر تر يوې مخکنۍ ورځ ۶۰۳۷ زيات شوی، چې ۹۴۳۴۳۳ ته رسېدلی.

د شمېرنې له مخې، په امريکا، هند او برازيل کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر لومړي درې ځایونه نيولي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای