CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: د کوويدـ۱۹ ويروس پر ضد په مبارزه کې د ټولو هېوادونو چمتوالی بشپړ نه دی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-19 13:16:21

د روغتيا نړیوال سازمان عمومي مشر عيبريېسوس تيدروس د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې وويل، د کوويدـ۱۹ ويروس پر ضد په مبارزه کې د ټولو هېوادونو چمتوالی بشپړ او مکمل نه دی، بايد د پيشبينۍ او څارنې سيستم بشپړ کړي څو چې په چټکه توګه د وبا مخه ونيول شي. د دې سازمان د بيړني روغتيايي پروګرام مسئول مايکل ريان هم په همدې ورځ وويل، اوس په ګرده نړۍ کې په منځني ډول هره اوونۍ له يو ميليون او ۸۰۰ زرو څخه تر دوو ميليونو پورې کسان پر کوويدـ۱۹ ويروس نوي اخته کېږي او له ۴۰ زرو څخه تر ۵۰ زرو پورې کسان د دې ويروس له امله نوي مړه کېږي. 

مایکل ريان زياته کړه، یايد د نړيوالې شمېرنې له لارې په بېلابېلو سيمو او هېوادونو کې د وبا د خپرېدو حالت تشخيص او وپېژندل شي. د درملنې چارې په بشپړتيا سره د ناروغانو پر وخت او له ځنډ پرته درملنه وشي. که څه هم اوس د دې وبا له امله د مړينې انډول ټيټ شوی. خو دا لا هم د منلو وړ نه ده چې هره اوونۍ دې د دې ويروس له امله ۵۰ زره کسان نوي مړه شي. کوويدـ۱۹ وبا به د اوږدې مودې لپاره دوام ولري.

(فرشته)    

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای