CRI Online

د چين استازی: د خلکو نيکمرغه ژوند تر ټولو مهم بشري حق دی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-19 13:36:27

د سپتمبر له ۱۶مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې د پرمختيايي حق په اړه د م م د بشري حقونو شورا د ۴۵مې غونډې بحثونه تر سره شول. پرمختيايي هېوادونو له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د پرمختيايي حق د پلي کېدو په برخه کې بايد ګامونه چټک شي، د بشري حقونو له شورا څخه يې غوښتنه وکړه چې د پرمختيايي حق په برخه کې بايد لا زياتې هڅې وکړي.

د دغې غونډې برخه وال چيني استازي وويل، چې بېلا بېل هېوادونه بايد پر څو اړخيزم او نړيوالې همکارۍ باندې ټينګار وکړي، د دواملرونکي او ټولشمول اقتصادي پرمختګ لپاره دې هڅې وکړي او د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا پوره کول دې چټک کړي. بېلا بېلې خواوې بايد د کرونا وبا د سياسي کېدو او د ناوړه او بې بنسټه تورونو لګولو له کړنو سره ټينګ مخالفت وکړي.

د چين استازي په دغه غونډه کې څرګنده کړه چې د خلکو نيکمرغه ژوند تر ټولو مهم بشري حق دی، چين له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې د م م د پرمختيايي حق اعلاميې تر لارښوونې لاندې خلکو ته پاملرنه وکړي او د نوښت، همغږۍ، چاپيريال ساتنې، پرانيستنې او ګډو ګډو په اساس د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا او د پرمختيايي حق د رامنځته کولو لپاره دې هلې ځلې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای