CRI Online

د امريکا له خوا د ويچټ او ټيک ټاک پر اړوندو معاملو د بنديز په اړه د چين د سوداګرۍ وزارت څرګندونې

cri     (GMT+08:00) 2020-09-19 13:40:55

خبريال د هغه خبر په اړه د چين د سوداګرۍ له وزارت څخه د نظر پوښتنه وکړه چې د امريکا د سوداګرۍ وزارت په دې وروستيو کې ويلي چې په امريکا کې به د ويچټ او ټيک ټاک پر اړوندو معاملو بنديز ولګيږي. د چين د سوداګرۍ وزارت يادې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د امريکا دغه عمل د اړوندو تصديو قانوني حقونو او ګټو ته سخت زيانونه رسولي او عادي بازاري نظام يې ګډوډ کړی، چين د امريکا له دغه عمل سره ټينګ مخالفت کوي.

د چين د سوداګرۍ وزارت وويل، امريکا له ثبوت پرته څو څو ځلې پر نوموړو دوو تصديو محدوديتونه لګولي چې دغه کړنې د تصديو عادي کار و بار له خنډونو سره مخ کړي، په دغه هېواد کې د پانګونې د چاپيريال په اړه يې د نړيوالو پانګه اچوونکو باور زيانمن کړی او عادي نړيوال سوداګريز نظام يې ويجاړ کړی دی. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې د زور زياتي له کړنو څخه دې لاس واخلي او عادلانه او راڼه نړيوال قواعد او نظام دې وساتي. که امريکا دغه غلط عمل ته دوام ورکړي، چين به د چيني تصديو د حقه حقوقو د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای