د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په اتلسمه نېټه له خپل برازيلي سيال ايرنيستو اراوجو سره تلېفوني خبرې اترې وکړې.
وانګ يي وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د برازيل ولسمشر جاير بولسونارو تېر کال يو له بل سره ليدنې کړې وې، د کوويد- ۱۹ وبا له خپرېدو راهيسې يې څو څو ځلې يو له بل سره تلېفوني خبرې کړې او يو بل ته يې پيغامونه ليږلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لوری يې روښانه کړی دی. چين هيله لري چې د نفتو او طبيعي ګازو، برېښنا، معدني چارو او د بنسټيزو تأسيساتو د ابادۍ په برخو کې له برازيل سره پانګونې او همکارۍ پراخې کړي او د ډيجټلي اقتصاد، پاکو انرژيو، اوتومات کرنيزو چارو او 5G په شمول د تکنالوژيکي نوښت په برخه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.
اراوجو د چين مننه وکړه چې له کوويد-۱۹ وبا سره د مبارزې په برخه کې يې برازيل ته مرستندويه مالونه ليږلي دي، برازيل غواړي چې د واکسين د څېړنې او توليد په برخو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي. نوموړي وويل، چې برازيل له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې په ښه توګه پلې کړي او د کرنې، سوداګرۍ او پانګونې، چاپيريال ساتنې، پاکو انرژيو او ډيجټلي اقتصاد په برخو کې خپلمنځي همکارۍ او په نړيوالو چارو کې خپلمنځي همغږۍ پياوړې کړي او د دواړو خواوو ترمنځ هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو ته پرمختګ ور کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |