CRI Online

د تيان ون لومړي نمبر په نوم د چين د مريخ اکتشافي ماشين د الوتنې مزل ۱۵۵ مليونو کيلومترو ته رسيدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-19 15:29:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مريخ د لومړي اکتشاف په اړه د چين د پروژې عمومي انجنير جانګ ژونګ جياو د سپتمبر په ۱۸مې نېټه د چين په فو جو ښار کې د ۲۰۲۰ کال د چين د فضانوردۍ په غونډه کې وويل، چې د بېجينګ پر وخت د سپتمبر د ۱۸مې نېټې تر ۸ نيمو بجو پورې د تيان ون لومړي نمبر په نوم د چين د مريخ اکتشافي ماشين د الوتنې تر سره کړی مزل ۱۵۵ مليونو کيلومترو ته رسيدلی چې د ځمکې له کرې څخه ۱۸ مليونه کيلومتره واټن لري.

جانګ ژونګ جياو وويل، چې نوموړي اکتشافي ماشين د الوتنې په ترڅ کې په بريالۍ توګه د ځمکې کرې او سپوږمۍ د ګډ عکس اخيستنې، د حرکت په حال کې د الوتنې د مدار اصلاح او د خپل ځان د ازموينې په شمول دندې تر سره کړې دي. اوس د دغه ماشين بېلا بېل سيستمونه د عادي کار کولو په حال کې دی.

د تيان ون لومړي نومبر په نوم ماشين چې د مريخ د اکتشاف په اړه د چين لومړۍ دنده پر غاړه لري، د روان کال د جولای په ۲۳ مه نېټه د چين د های نان ولايت د ون چانګ د توغنديو د توغولو له مرکز څخه فضا ته وتوغول شو. د اټکل له مخې، دغه ماشين به له شاو خوا ۷ مياشتنې الوتنې وروسته د راتلونکي کال په فبرورۍ کې د مريخ مدار ته ننوزي او ګرځېدونکی ماشين به يې د راتلونکي کال په می کې د مريخ سطحه باندې ښکته شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای