CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۳۰۳۶۹۷۷۸ ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-20 14:00:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په ۱۹مه نېټه يوه نوې شمېرنه خپره کړه، چې له مخې یې په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۳۰۳۶۹۷۷۸ ته رسېدلی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان په ويبسايټ کې د شمېرنې له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د ۱۹مې نېټې تر ۱۵ بجو ۲۸ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر تر يوې مخکنۍ ورځ ۳۱۲۰۴۳ زيات شوی، چې ۳۰۳۶۹۷۷۸ ته رسېدلی. د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۵۳۶۰ زيات شوی، چې ۹۴۸۷۹۵ ته رسېدلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای