CRI Online

د افغانستان امنيتي پوځ خبر ورکړ په هوايي بريد کې يې د طالبانو څه باندې ۳۰ وسلوال وژلي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-20 14:04:26

 د افغانستان د دفاع وزارت د سپتمبر په ۱۹مه نېټه په ټولنيزو رسنيو کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د هېواد ملي امنيتي پوځ په همدې ورځ په کندوز ولايت کې پر طالبانو وسلوالو باندې هوايي بريد وکړ، څه باندې ۳۰ وسلوال پکې وژل شوي او ۸ تنه ټپيان شوي دي. د دې ترڅنګ، د طالبانو ۴ موټرونه، ۸ موټرسايکلونه او يوه اندازه وسلې هم په هوايي بريد کې ويجاړې شوې دي.

طالبانو په همدې ورځ په ټولنيزو رسنيو کې د دې خبر په غبرګون کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، هيڅ يو وسلوال يې په هوايي بريد کې وژل شوی نه دی، خو ۲۳ ملکيان وژل شوي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای