د چين د انکشاف بانک د شمېرنې له مخې، دغه بانک له ۲۰۱۶ کال څخه د روان کال د اګست تر پايه پورې له بېوزلۍ څخه د وګړو د ژغورلو او د بېوزلو سيمو د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په چارو کې اړوندو پروژو ته د ۱۵۰۰ ميليارډو يوانو په ارزښت پورونه ورکړي دي.
نوموړی بانک د چين انکشافي پولي ارګان دی او د منځني او اوږد مهالي پورونو او پانګونو په شمول د پولي چارو له لارې د چين د مهمو او لويو پرمختيايي پلانونو ملاتړ او ورته خدمات وړاندې کوي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |