CRI Online

د چانګ عه پنځم نمبر تحقيقاتي ماشين به د سږ کال تر پای مخکې وتوغول شي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-20 14:21:47

د سپوږمۍ د څېړنو او پلټنو لپاره د چين د پروګرام مرستيال طرحه کوونکی يو دنګ يون د فوجيان ولايت په فو جو ښار کې د ۲۰۲۰ کال د چين د فضانوردۍ غونډه کې وويل، په سپوږمۍ کې د څېړنو او پلټنو لپاره د چين پروګرام اوس په ښه توګه روان دی، ټاکل شوې چې د سږ کال تر پای مخکې به چانګ عه پنځم نمبر تحقيقاتي ماشين وتوغول شي، د سپوږمۍ پر سطحه به سهي سالم کوزه شي او د سپوږمۍ له سطحې څخه د نمونې اخيستلو وروسته به ځمکې ته بېرته راشي.

نوموړي وويل، د چانګ عه پنځم نمبر تحقيقاتي ماشين ښايي د چين د فضانوردۍ په تاريخ کې څلور (( لومړی ځل )) دندې تر سره کړي: لومړی ځل به په اوتوماتيک ډول د سپوږمۍ له ځمکې د خاورې نمونه واخلي، لومړی ځل به د سپوږمۍ له سطحې څخه په هوا شي، لومړی ځل به د سپوږمۍ په مدار کې له انسان پرته وصل کړي او لومړی ځل به د سپوږمۍ د خاورې له نمونې سره يو ځای په ((Escape Velocity )) سرعت ځمکې ته بېرته راشي. 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای