CRI Online

د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای ين: د سپتمبر د پيونګيانګ ګډه اعلاميه بايد پلې شي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-20 14:24:37

د کوريا جمهوريت ( جنوبي کوريا) ولسمشر مون جای ين د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د سپتمبر د پيونګيانګ ګډې اعلاميې د لاسليکېدو د دوهمې کليزې په درشل کې په ټولنيزه شبکه کې څرګنده کړه چې دغه اعلاميه بايد هرومرو پلې شي.

مون جای ين وويل، چې دوه کاله مخکې يې د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت له مشر کيم جون اون سره له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او د سوله ييزې کوريا ټاپووزمې د ابادۍ په اړه ګډې نظريې څرګندې کړې، دواړو خواوو په نظامي برخه کې مشخص او عملي کېدونکی تړون لاسليک کړی او په پانمونجوم کې د بې وسلې او په غېر نظامي سيمه کې د جسدونو د ايستلو په چارو کې يې پرمختګ کړی چې له دې وروسته د کوريا جمهوريت او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ وسلواله شخړه نه ده رامنځته شوې، دا ډېر مهم او ارزښتناک ګام بلل کيږي.

نوموړي وويل، که څه هم د بېلا بېلو عواملو له امله د دواړو خواوو له خوا لاسليک شوی تړون نه دی پلی شوی، خو د سولې په اړه د کوريا جمهوريت تمه او اراده ټينګه ده.

مون جای ين او کيم جون اون د ۲۰۱۸ کال د اپريل په ۲۷مه نېټه په پانمونجوم کې کتنه وکړه او د پانمونجوم اعلاميه يې خپره کړه او د همدې کال د سپتمبر په ۱۹مه نېټه يې په پيونګيانګ کې د سپتمبر د پيونګيانګ ګډه اعلاميه لاسليک کړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای