CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نيپال د ملي ورځې په مناسبت د دې هېواد ولسمشرې ويديا دېوي بهاندري ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

cri     (GMT+08:00) 2020-09-20 14:33:32

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۰مه نېټه د نيپال د ملي ورځې په مناسبت د دې هېواد ولسمشرې ويديا دېوي بهاندري ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

شي جين پينګ وويل، تېرکال مو د يو بل له هېواد څخه ليدنه کړې وه او دوه اړخيزې اړيکو کچه مو لوړه کړې. سږکال دواړو هېوادونو له کوويد۱۹ ويروس سره په مبارزه کې همکارۍ کړې او خپلمنځي اړيکې ورسره نورې هم ټېنګې شوې دي. زه د چين او نيپال ترمنځ  اړیکو ته په درنه سترګه ګورم او غواړم چې له ولسمشرې بهاندري سره يو ځای هڅه وکړم، څو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې او بېلابېلې همکارۍ نوی پرمختګ ومومو او خلکو ته لا نورې زياتې ګټې ورسوو.

د چين صدراعظم لي که چيانګ هم د سپتمبر په ۲۰مه نېټه د نيپال صدراعظم خادغه پراساد شارمه اولي ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای