CRI Online

د کوويد-۱۹ وبا د امريکا پر اقتصاد او ټولنيز نظم باندې ناوړه اغېزه کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-20 14:38:04

د امريکا د جانز هاپکينز پوهنتون له تازه شمېرنې سره سم ،د ختيځې امريکا پر وخت د سپتمبر د ۱۸ مې نېټې د شپې تر ۱۰ بجو او ۲۳دقيقو پورې په دغه هېواد کې پر کوويد-۱۹ د اخته شويو کسانو شمېر ۶ ميليونو ۷۲۳ زرو ۳۰۵ ته رسېدلی او د دغه ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۱۹۸۵۰۹ ته رسېدلی دی.

په امريکا کې د کوويد-۱۹ وبا لاهم د خپرېدو په حال کې ده او اقتصاد يې هم له سخت زيان سره مخ دی.د دغه هېواد د کارګرو وزارت د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په تېره اوونۍ کې په امريکا کې د لومړي ځل لپاره د بېکارۍ د مرستو لپاره غوښتنه کولو خلکو شمېر ۸۶۰ زره و ، له دې څخه څرګندېږي چې په امريکا کې د استخدام بيا عادي کېدل ورو شوي دي . په عين وخت کې ، له دوبي راهيسې په دغه هېواد کې د کاري فرصتونو د کمښت حالات لاهم روان دي. بر سېره پر دې، د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې د امريکا د ژغورنې لايحه لاهم په کانګرس کې د دواړو ګوندونو ترمنځ د کړکېچ په حال کې ده او لاهم تصويب شوې نه ده.

د کوويد-۱۹ وبا تر اغېزې لاندې ، د امريکايي تصديود افلاس انډول په تدريجي ډول لوړ شوی، د کارموندنې وده په عمومي توګه ورو شوې او د لنډمهالي بېکارۍ څخه دايمي بېکارۍ ته لېږد د ودې په حال کې دی.د امريکا د نوي ښوونځي پوهنتون د تقاعد حقونو د څېړنيز انسټېټيوت د يو راپور په خپرولو سره وويل چې د سږکال له مارچ راهيسې ، د ۵۵ او ۷۰ کلونو ترمنځ ۲۹ ميليونه خلک د کار بازار پرېښودو ته اړ شوي دي. کارپوهانو وړاندوينه کړې چې دغه شمېر به په راتلونکي نومبر کې ۴۰ ميليونو ته ورسېږي.

د امريکا د پيو څېړنيز مرکز پر ځايي وخت د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د دغه هېواد د ۱۳ ډېرو مهمو ملګرو هېوادونو په اړه د ټولپوښتنې پايلې خپرې کړې. سروې ښودلې چې له امريکا سره د بريټانيا ، کاناډا ، فرانسې ، جاپان او اسټراليا د خلکو د خوښۍ احساس په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو ټيټې کچې ته راټيټ شوی دی کله چې ياد مرکز سروې پيل کړې. په دې برخه کې ، د چين د سياسي علومو او حقوقو پوهنتون پروفيسر پان دنګ دې ته اشاره وکړه چې دا ويروس او د سپينې ماڼۍ لخوا اټکل شوی "دښمن" نه دی چې د خلکو باور او نړيواله بڼه يې ويجاړوي،خو په تېرو شپږو مياشتو کې د امريکايي سياستوالو په خوله کې دروغ دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای