CRI Online

د چين د صنعتي چارو د ۲۲مې دورې نړيوال نندارتون پای ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2020-09-20 14:49:26

د چين د صنعتي چارو د ۲۲مې دورې نړيوال نندارتون چې د شانګهای د ملي نندارتون په مرکز کې پرانيستل شوی و او د پنځو ورځو لپاره يې دوام درلود، د سپتمبر په ۱۹مه نېټه پای ته ورسيد. د ۲۲ هېوادونو او سيمو ۲۲۳۸ تصديو په دغه نندارتون کې ګډون کړی و چې له دې جملې څخه ۲۰ سلنه بهرنۍ تصدۍ او يا د بهرنيو پانګو تصدۍ وې.

د دغه نندارتون مساحت ۲۴۵ زره متره مربع و. په دې نندارتون کې نژدې ۵۰۰ نوې تکنالوژۍ او نوي توليدات په لومړي ځل نندارې ته وړاندې شوي چې دغه شمېر د تېرو دورو په پرتله زيات دی. د مسلکي برخو د ليدونکو شمېر د تېرې دورې په پرتله څلور اعشاريه درې سلنه زيات شوی.

په نويو وړاندې شويو توليداتو او تجهيزاتو کې دا ځانګړتيا شتون لري چې د څېړنې او توليد چارې يې د چين په داخل کې تر سره شوې. د سچنيدير (Schneider Electric SA) تصدۍ مرستيال مشر پنګ شنګ جيان وويل، چې په روان کال کې د کوويد-۱۹ وبا تر اغېزو لاندې نړيواله ټولنه او نړيوال اقتصاد له ننګونو سره مخامخ دي، د نا څرګنده راتلونکي پر وړاندې، هيله لرو چې زموږ نوې تکنالوژۍ او توليدات لومړی په چين کې استعماليږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای