د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۲۰ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د امریکا هغه کړنه وغندله چې په يواړخيزه توګه يې پر ايران د م م د بنديزونو بېرته لګولو اعلان کړی دی، نوموړي همدارنګه د امريکا دغه کړنه بې قانونه او بې اعتباره بللې ده.
په دغه اعلاميه کې راغلي چې امریکا بايد د م م په استازيتوب وينا ونه کړي، د دغه هېواد غيرقانوني وړانديز او کړنه له ايران سره د نورو هېوادونو ترمنځ قانوني همکارۍ نه شي محدودولای. په دې اعلاميه کې پردې ټينګار شوی چې روسيه به د ايران د اټومي تړون ساتلو ته دوام ورکړي او عملي کېدل به يې تامين کړي، د م م د امنيت شورا ۲۲۳۱ شمېره پرېکړه ليک نه بدل شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |