CRI Online

د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې په اړه د شي جين پينګ نظريې

cri     (GMT+08:00) 2020-09-21 14:08:20

د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې په اړه د شي جين پينګ نظريې

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د دولت رئيس شي جين پينګ به په ويډيويي توګه د م م د جوړېدو د ۷۵مې کاليزې په مناسبت يو لړ جګپوړو غونډو کې ګډون او مهمه وينا وکړي. رئيس شي جين پينګ له څو کلونو راهيسې په بېلا بېلو نړيوالو غونډو او ناستو کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې په اړه خپلې نظريې بيان کړې او دا يې څرګنده کړې ده چې چينايان غواړي د يوې ښکلې نړيوالې کورنۍ د جوړولو لپاره د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره په ګډه کوښښونه او هڅې وکړي.

د رئيس شي جين پينګ لومړی نظر: په نړۍ کې د Thucydides's توسيديدس لومه او دام شتون نه لري.

شي جين پينګ د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې امريکا ته سفر کړی و او د م م د جوړېدو د ۷۰ مې کاليزې په مناسبت يو لړ سرمشريزو ناستو کې يې ګډون کړی و. هغه د امريکا په Seattle سياټل ښار کې يوه وينا وکړه او په خپلو خبرو کې يې د توسيديدس لومې په اړه وويل

((په نړۍ کې د توسيديس لومه شتون نه لري، خو که لوی هېوادونه تل د ستراتيژۍ په برخه کې ناسمې ارزونې او پرېکړې وکړي، نو ښايي پخپله دغه لومه جوړه او رامنځه کړي. ))

د توسيديس لومې سرچينه د لرغوني يونان د تاريخپوه توسيديس په خپله ليکنه کې د Peloponnesian پيلوپونيسيا جګړې له سرچينې څخه پيدا کړې ده. اوس چين د پرمختګ او پياوړتيا په حال کې، ځينو لوېديځو کارپوهانو په چين پسې د دغې لومې يادونې خبره کوي. شي جين پينګ په خپله وينا کې د لويو هېوادونو ترمنځ د نوي ډول اړيکو د جوړېدو په اړه مالومات وړاندې کړي او هغه نظر يې رد کړی چې د پرمختللو لويو هېوادونو او د نويو پرمخ پر وده لويو هېوادونو ترمنځ به هرومرو ټکر او جګړه رامنځته شي.

رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر په ۲۸مه نېټه د م م د ۷۰مې اسامبلۍ په مباحثوي غونډه کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې تر عنوان لاندې يوه مهمه وينا وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ، په اوسنۍ نړۍ کې بېلا بېل هېوادونه یو پر بل باندې تکيه لري او بايد د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو عمده ټکي د نوي ډول نړيوالې اړيکې ټينګې کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه دې جوړه کړي.

د شي جين پينګ دوهم نظر: د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير دې وساتل شي

د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړول بايد پر همکاريو ټينګار وکړي. اوس په نړۍ کې د سوداګرۍ ساتنې غوښتنه او د اقتصاد د نړيوال کېدو ضد نظريې رامنځته شوې، نو د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لاره چېرته ده؟ رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۷ کال د داوس په کلني فورم کې په دې اړه وويل

((چين مخکې د اقتصاد د نړيوال کېدو او د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د ګډون په اړه شکونه درلودل، خو اوس موږ باور لرو چې په نړيوال اقتصاد کې برخه لرل د تاريخ له تمايل او اړتيا سره سمون لري. د چين اقتصاد وده غواړي، باید په نړيوال بازار کې له ازموينو څخه ووځي. نو موږ په نړيوال بازار کې برخه لرو او په دې بهير کې له ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره مخ شوي او پیاوړي شوي يو. باور لرم چې دا د چين سم انتخاب دی.))

د شي جين پينګ درېيم نظر: بايد د چين او لوېديځ ترمنځ کلتوري تبادلې وساتل شي

د تمدن او کلتور پر تبادلې ټينګار کول او يوه پرانيستې او ټول شموله نړۍ ابادول د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې مهمه برخه ده. رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۴ کال په مارچ مياشت کې په پاريس کې د يونيسکو سازمان په مقر کې په خپله وينا کې وويل، په نړۍ کې څه باندې ۲۰۰ هېوادونه او سيمې شتون لري او څه دپاسه ۲۵۰۰ قومونه او مذهبي ډلې موجودې دي. که د خلکو په ژوند کې يوازې يو شکل، يوه ژبه، يو ډول موسيقي او جامې وي، نو حتما به د منلو وړ نه وي.

د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړول يوه ښه موخه ده او دا زموږ نسل په نسل کوښښونو ته اړتيا لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای