CRI Online

بېجينګ کې د ۲۰۲۲ کال د المپيک ژمنيو لوبو د هرکلي لپاره کلتوري فعاليت ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2020-09-21 15:02:01

د سینهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د پلازمينې بېجينګ ښار د ۲۰۲۲ کال د المپيک ژمنيو لوبو مقدماتي کمېټې د سپتمبر په ۲۰ مه نېټه د لوي ديوال په با دا لینګ برخه کې د دغو لوبو د هرکلي لپاره کلتوري فعاليت ترسره کړ.

د يادې مقدماتي کمېټې مرستيال رئيس هه جيانګ های په خپله وينا کې وويل چې په بېجينګ کې د ۲۰۲۲ کال د المپيک ژمنيو لوبو پيل ته څه باندې ۵۰۰ ورځې پاتې دي او دغه دا معنا لري چې اړوندې مقدماتي چارې به بشپړې شي او د دغو لوبو لپاره د ټولو لوبغالو د جوړولو کارونه به د روان کال تر پايه پورې ترسره شي او د کارولو د ازمويلو پړاو ته به داخل شي. د ياد کلتوري فعاليت هدف خلکو ته د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو او د يخ لوبو په اړه معلومات ورکول دي، د بېجینګ ښار، يان چينګ سيمه او جانګ جيا کو ښار کې د بېجينګ د ژمنيو المپيک لوبو پيلېدو ته د خلکو د هيلې ښودل او د دغو لوبو اړوندو نورو کلتوري فعاليتونو ته د زياتو خلکو راجلبول دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای