د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ځايي وخت د سپتمبر په ۱۸مه نېټه وويل، چې اټکل له مخې به د راتلونکي کال په اپريل کې د ټولو امريکايانو لپاره د کوويد-۱۹ ويروس ضد کافي واکسينونه توليد شي. خو د امريکا اې بي سي (American Broadcasting Company) او ايپسوس (Ipsos) د سپتمبر په ۲۰مه نېټه د يوې سروې نتيجه خپره کړه چې له مخې يې نژدې ۷۰ سلنه امريکايان په دې باور نه لري چې د امريکا حکومت د دغه واکسين خونديتوب او اغېز تأمينولی شي.
دغه سروې دا ښيي چې يوازې ۹ سلنه امريکايان باور لري چې د امريکا حکومت د واکسين ډاډمنتيا او اغېز تأمينولی شي، خو هغه شمېر کسان چې په دې باور نه لري، ۶۹سلنه دی.
په دغه سروې کې راغلي چې د واکسين په چارو کې د امريکايي ولسمشر په پرتله د امريکا پر طبي او روغتيايي کارپوهانو او عامو روغتيايي ارګانونو باندې د امريکايانو اعتماد زيات دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |