CRI Online

د چين په بېجينګ، هو نان او ان هوی کې به د ازادې سوداګرۍ ازمايښتي سيمې جوړې شي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-21 16:49:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين دولتي شورا په دې وروستيو کې د هېواد په بېجينګ ، هو نان او ان هوی کې د ازادې سوداګرۍ د ازمايښتي سيمو د جوړېدو او د جه جيانګ د ازادې سوداګرۍ ازمايښتي سيمې د پراخوالي عمومي پلان خپور کړ.

په دغه پلان کې د بېلا بېلو ازمايښتي سيمو د اصلاحاتو دندې څرګندې شوې دي. د بېجينګ د ازادې سوداګرۍ ازمايښتي سيمه به د ټکنالوژيکي نوښت مرکز د ابادۍ لپاره هڅې وکړي. د هو نان د ازادې سوداګرۍ ازمايښتي سيمه به د نړيوالو صنعتي چارو د لوړې کچې، د يانګ ځه سيند د اقتصادي کمربند او د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو د خليج سيمې ترمنځ د نړيوالو پانګونو او سوداګرۍ دهليز او د چين او افريقا ترمنځ د تجارتي همکاريو د ژوروالي سيمې د ابادۍ لپاره هڅې وکړي. د ان هوی د ازادې سوداګرۍ ازمايښتي سيمه به د تکنالوژيکي نوښت او د تصديو د پرمختګ په چارو کې هڅې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای