د چين د چينګ های ولايت په چينګ های ـ شي ځانګ لوړه کې پروت دی او د لمريزې انرژۍ د پرمختګ په برخه کې ځانګړې مناسبه سرچينه لري. په دې وروستيو کلونو کې چينګ های ولايت د لمريزې انرژۍ سيستم په اړه اړوندو تخنيکونو ته وده ورکړې او د اقتصاد، چاپيريال او د خلکو د ژوند په برخو کې يې اسانتياوې رامنځته کړې دي.
د چينګ های ولايت د های نان ځانګ قوم کورواکې سيمې په تلاتان کې داسې ځانګړې منظره شته، چې تر قطار لمريزو تختو لاندې پسونه تګ راتګ کوي. د ۲۰۱۸ کال په پای کې په تلاتان کې د لمريزې انرژۍ سيستم جوړ شوی، چې ډېرو لمريزو تختو د شګلنې دښتې ځای نيولی دی، او تر لمريزو تختو لاندې هغه نبات چې په لوړو سیمو سره برابر دي، کښېنول شوي دي. کليوال په دې چمن کې شپني کوي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |