CRI Online

د م م په عمومي اسامبله کې د دې سازمان د جوړېدو د ۷۵مې کليزې اعلاميه تصويب شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-09-22 09:58:51

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م عمومي اسامبلې د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د دغه نړيوال سازمان د جوړېدو د ۷۵مې کليزې يادغونډه جوړه کړه او پکې يې د يوې اړوندې اعلاميې په خپرولو سره د دواملرونکي پرمختګ، د چاپېريال ساتلو، سولې، عدالت او جنسي مساواتو په شمول زياتې کړې ژمنې تکرار کړې.

د م م د غړو هېوادونو دولتي او حکومتي مشرانو په دغه اعلاميه کې څرګنده کړې چې م م له نورو نړيوالو سازمانونو نه پوره قانونيت او د قواعدو د ټاکلو قوي اغېزه لري. په دغه اعلاميه کې د څواړخيزم او نړيوالې همکارۍ پر اهميت هم ټينګار شوی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای