CRI Online

چين د م م په هکله خپل دريځ څرګندوي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-23 09:53:24

د نويو نړيوالو حالاتو او ننګونو په وړاندې موږ بايد جدي فکر وکړو چې نړۍ يو څه ډول م م ته اړتيا لري؟ د کوويد-۱۹ له رامنځته کېدو وروسته م م بايد څنګه خپل رول ولوبوي؟ د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د م م د جوړېدو د ۷۵مې کاليزې د يادونې په سرمشريزه غونډه کې پړاوويزې پوښتنې وړاندې کړې. شي جين پينګ دغې پوښتنې ته په ځواب کې د عدالت ساتلو، د قانوني ادارې د ټينګولو، د همکاريو د هڅونې او د فعاليتونو د عملي کېدو په هکله څلور فقره ييز وړانديزونه وکړل. هغه په ۲۰۱۵ کال کې د م م د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې په يو لړ سرمشريزو غونډو کې د ګډون او په ۲۰۱۷ کال کې د اقتصاد د نړيوال فورم په کلنۍ غونډه کې د ګډون او په ژنيو کې د م م له عمومي مقر څخه له ليدنې وروسته يو ځل بيا د نړيوالو حالاتو د بدلولو په کيليدی وخت کې د کوويد-۱۹ وبا له رامنځته کېدو وروسته د م م د پرمختګ په هکله د ګډو نظريو راغونډولو، د لوری روښانه کولو او په بې ثابته نړۍ کې باور او هيلې رامنځته کړې دي.

د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس وويل چې دا ستر اهميت لري چې چين د څو اړخيزم ملاتړ کوي. د کډوالو د نړيوال سازمان عمومي مدير انټونيو ويتورينو وويل چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی چې چين د څو اړخيزم ملاتړ کوي او دا د م م ټينګ ملاتړی دی. د ده په نظر د چين لخوا د څو اړخيزم د پياوړتيا نظر د کوويد-۱۹ وبا له رامنځته کېدو وروسته د بيړنيو مسئلو د حلولو لپاره د ټولې نړۍ د ګډې لايحې لټولو په برخه کې مهم رول لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای