CRI Online

له ښو حاصلاتو څخه ښکاري چې د چين د غلودانو ډاډمنتيا تأمين شوې ده

cri     (GMT+08:00) 2020-09-23 10:03:42

په روان کال کې د سپتمبر ۲۲مه نېټه د چين د بزګرو د ښو حاصلاتو له ورځې سره برابره وه چې درې کالونه وړاندې په همدې مناسبت ټاکل شوې ده.د تازه کرنيز حالت له مخې د روان کال په مني کې د غلودانو د کرکيلې مساحت زيات شوی چې د اټکل له مخې به يې شاوخوا ۸۵ مليونه هېکتارو ته ورسيږي.د چين د اړوندې څانګې د معلوماتو له مخې که د روان کال په پاتې څو مياشتو کې طبيعي ناورين پېش نه شي، ښه حاصلات به تر لاسه شي. له دې څخه ښکاري چې د چين د غلودانو توليدي اندازه ثابته ده او د غلودانو ډاډمنتيا تامين شوې ده.

له روان کال راهيسې د کوويد ۱۹ وبا،د يانګ ځه سيندپر غاړه د سختو سيلابونو او طوپان له امله د چين د غلودانو او د نورو کرنيزو توکيو توليد له ننګونو سره مخ دی. د م م د اړوندې څانګې د اټکل له مخې به په ګرده نړۍ کې د کوويد ۱۹ وبا او د ملخانو د ناورين تر منفي اغيزو لاندې لږ تر لږه د ۲۵ هېوادونو خلک د وږي له خطر سره مخ شي او ګرده نړۍ له پنځوسو کلونو راهيسې د غلودانو له تر ټولو سخت بحران سره هم مخامخ شي.په دې حال کې د چين د غلودانو ښه حاصلات يو اسانه کار نه دی چې دا د غلودانو د نړيوالې ډاډمنتيا د ساتلو لپاره ډېر اهميت لري. د غلودانو ډاډمنتيا د دولتي امنيت مهم بنسټ دی.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دې ته په اشارې سره وويل چې د کوويد۱۹ وبا دومره سخته ده،خو د چين ټولنه په ثابت ډول روانه ده.د غلودانو او مهمو کرنيرو توليداتو ثابت برابرېدل د ټولنيز ثبات د ساتلو لپاره مهم رول لوبوي.په نړۍ کې د تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد په توګه چين تل د غلودانو د ډاډمنتيا د ساتلو په برخه کې مثبت ځواک ګڼل کيږي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای