د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د ۷۵مې دورې عمومي اسامبلې عادي بحث د سپتمبر په ۲۲مه نېټه په نيويارک کې پيل شو. کابو ۱۷۰ تنه دولتي او حکومتي مشران به د کرونا وبا ضد د مبارزې، د ۲۰۳۰ کال د دوام لرونکي پرمختګ اجنډا، اقليمي بدلون او نورو نړيوالو مسئلو په اړه ويناوې وکړي.
د م م د ۷۵مې دورې عمومي اسامبلې مشر والکن بوزکير د عادي بحث د پرانيستونکو مراسمو مشري وکړه او څرګنده يې کړه چې مختلف هېوادونه بايد د م م د جوړېدو د ۷۵مې کليزې په درشل کې پر څواړخيزم ټينګار وکړي، و يې ساتي او څواړخيزې لاسته راوړنې دې تاييدې کړي. کرونا وبا انسانان له بې سارې ننګونې سره مخ کړي. بېلا بېل هېوادونه دې خپلمنځي توپيرونه ليرې کړي، د څواړخيزم په اړه دې خپلې ډله ييزې ژمنې تکرار کړي او په ګډو هڅو سره دې نړيوالې مسئلې حل کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |