CRI Online

شي جين پينګ د م م د ۷۵مې عمومي اسامبلې عادي مباحثوي غونډې ته وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-09-23 10:54:24

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د م م د ۷۵مې عمومي اسامبلې عادي مباحثوي غونډې ته يوه مهمه ويډيويي وينا وکړه. هغه په خپله وينا کې وويل چې د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې بېلا بېل هېوادونه بايد خلکو او ژوند ته لومړيتوب ورکړي ،يووالی دې پياوړي کړي او يو بل سره دې مرستې وکړي. موږ بايد د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې او د ګډې همکارۍ مفهوم رامنځته کړو ، د مختلفو هېوادونو لخوا ټاکل شويو پرمختيايي لارو او ماډلونو ته دې متقابل درناوی او د ازادۍ او زغم پر مفهوم ټينګار کړو ، ورخلاص نړيوال اقتصاد ته پرمختګ ورکړو، له وبا وروسته د نړيوال اقتصاد ورخلاصون رغونې ته دې وده ورکړو ، پر څو اړخيزې لارې دې ټينګار کړو او د م م په مرکزيت د نړيوال سيستم ملاتړ دې وکړو. چين د سوله ييزې ، خلاصې ، همکاريزې او ګډې پراختيا پر لارې ټينګار کوي او په پر له پسې توګه به د نړيوالې سولې ابادوونکی ، د نړيوالې پرمختيا مرسته کوونکی او د نړيوال نظم ساتونکی پاتې شي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل چې روان کال د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د بريا له ۷۵مې کليزې او د م م د جوړېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی. م م د يادونې سرمشريزه غونډه ترسره کړه او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې تاريخي تجربې او درسونو په نظر کې نيولو سره د دغه سازمان د منشور موخو او اصولو ته خپله ټينګه ژمنه بيا تکرار کړه چې دا ستر اهميت لري.

شي جين پينګ زياته کړه چې انسانان د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې د مبارزې په حال کې دي.نوموړي د کوويد-۱۹ د له منځه وړلو په پار څلور وړانديزونه وکړل او ويې ويل:

(اواز۱)

موږ بايد لومړی خلکو او ژوند ته لومړيتوب ورکړو، ټولې سرچينې بايد تنظيم کړو ، په ساينسي لارو چارو دې کوويد-۱۹ وبا کنټرول او مخنيوی يې وکړو او دقيقې تګلارې دې پلي کړو ، نه دا چې پر يادې ناروغۍ کوم يو اخته کس او ناروغ پرېږدو او په ټينګه دې د دې ناروغۍ خپرېدو مخه ونيسو. دا اړينه ده چې يووالی وساتو ، ګډ کار وکړو ، د ساينس روحيه وساتو او په دې برخه کې دې د روغتيا نړيوال سازمان بشپړ او کليدي رول ولوبوي.

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل چې ۷۵ کاله دمخه چين د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د بريا لپاره تاريخي مرستې کړي او د م م له تاسيس څخه يې ملاتړ کړی. نن ورځ چين په فعاله توګه د کوويد-۱۹ وبا ضد همکارۍ کې برخه اخلي او د عامې نړيوالې روغتيا د امنيت ساتلو په برخه کې چيني ځواک برابروي .چين به په پر له پسې توګه له بېلا بېلو هېوادونو سره د وبا ضد تجربې او د تشخيص او درملنې لارې چارې شريکې کړي او خپلو چارو ته به دوام ورکړي ، اړوندو هېوادونو ته به ملاتړ او مرستې برابرې کړي ، د وبا ضد موادو د لېږلو ثبات به ډاډمن کړي او په فعاله توګه به د ويروس سرچينې د موندلو او خپرېدو لارو په اړه نړيوالو علمي څېړنو کې برخه واخلي. په چين کې ډېر واکسينونه د درېيم پړاو کلينيکي ازموينې ته داخل شوي دي. د څېړنې تر بشپړېدو وروسته به د نړيوالو عامه محصولاتو په توګه وکارول شي او لومړی به يې پرمختيايي هېوادونو ته برابر کړي. چين به خپله ژمنه عملي کړي او په دوو کلونو کې د ۲ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت نړيوالې مرستې به چمتو کړي او د کرنې ، غربت کمولو ، تعليم ، مېرمنو او ماشومانو او د اقليمي بدلون په برخو کې نړيوالې همکارۍ به ژورې کړي او د بېلا بېلو هېوادونو د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره به مرستې برابرې کړي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې چين په نړۍ کې ترټولو لوی پرمختيايي هېواد دی او د سوله ييزې ، ورخلاصې ، همکاريزې او ګډې پراختيا په لټه کې دی. چين به هېڅکله د تسلط ، توسعې او د نفوذ ساحه ونه لټوي. چين له کوم هېواد سره د سړې جګړې د کولو نيت نه لري او د اختلافاتو د کمولو او د شخړو د حلولو لپاره پر خبرو اترو ټينګار کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای