د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کارګرو نړيوال سازمان د سپتمبر په ۲۳مه نېټه د يوه راپور په خپرول سره وويل، کوويد-۱۹ وبا په ټوله نړۍ کې د کارګرو د عايداتو کمولو سبب ګرځېدلې.
د سږ کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې، د کارګرو عايدات د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې په پرتله ۱۰.۷ سلنه ټيټ شوي دي. د کم عايد لرونکو هېوادونو د کارګرو عايد د کموالي اڼدول ۱۵.۱ سلنې ته رسېږي، او دغه اندازه د نورو هېوادونو په نسبت لوړه ده.
د ياد سازمان عمومي مدير ګوي ريدير وويل، بېلا بېل هېوادونه دې پر اقتصاد، ټولنې او روزګار د کوويد-۱۹ وبا د ناوړې اغېزې د کمولو لپاره مؤثر اقدامات غوره کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |