CRI Online

د م م د امنيت شورا سرمشريزه غونډه انلاين ترسره کېږي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-24 11:03:27
د م م د امنيت شورا سرمشريزه غونډه انلاين ترسره کېږي

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې وويل، امنيت شورا به د سپتمبر په ۲۴مه نېټه د کوويد-۱۹ تر رامنځته کېدو وروسته د نړيوالې ادارې تر عنوان لاندې سرمشريزه غونډه انلاين ترسره کړي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړی استازی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

وياند وانګ ون بين هيله وښودله چې بېلا بېلې خواوې د يادې سرمشريزې غونډې له فرصت څخه ګټه پورته او د کوويد-۱۹ ضد مبارزه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د نړيوالې ادارې د بشپړتيا په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړي. چين به په فعاله توګه په دغه غونډه کې برخه ولري او د امنيت شورا له نورو غړو سره به په دغه غونډه کې د برياليتوب تر لاسه کېدل وهڅوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای