د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د سپتمبر په ۲۲مه نېټه وويل، د سولې او امنيت ساتلو په برخه کې بايد د م م پر رول ټينګار وشي.
د روسيې د ولسمشرۍ ويبپاڼې په همدې ورځ يوه اعلاميه خپره کړه چې له مخې يې پوتين په همدې ورځ په انلاين ډول د م م د ۷۵مې اسامبلۍ په اړوندو فعاليتونو کې ګډون کړی و. پوتين په خپلو خبرو کې ويلي، م م تل د نړيوالې سولې د ساتلو په برخه کې خپل کارونه جدي ترسره کړي او د دغه سازمان رول ته دې دوام ورکړل شي. هغه له م م څخه غوښتنه کړې چې د نويو حالاتو له مخې خپل ترتيبات تنظيم کړي او امنيت شورا بايد په هراړخيزه توګه د ټولو هېوادونو ګټې تر نظر لاندې ونيسي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |