CRI Online

د چين ځواک د څو اړخيزم د ملاتير ګڼل کيږي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-24 15:32:10

چين پنځه اويا کاله مخکې چين د فاشيرم پر ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب لپاره خپل مهم خدمتونه وکړل او هغه مهال يې د م م له جوړېدو څخه يې ملاتړ کړی و. چين د کوويد ۱۹ وبا د مخنيوي او کنټرول لپاره په نړيوالې همکارۍ کې په مسئولانه رويې سره ګډون کړی او د نړيوال عامه روغتيايي خونديتوب د ساتلو لپاره يې خپل خدمتونه کړي دي.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د م م په يوه عادي بحث کې يوه مهمه وينا وکړه او د کوويد ۱۹ وبا په شمول له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره يې له نورو هېوادونو سره د همکارۍ ټينګ هوډ څرګند کړ.

رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د کوويد ۱۹ وبا د مخنيوي او کنټرول لپاره څلور فقره ييز وړانديز وکړ او له م م څخه د ملاتړ لپاره يې د چين څلور تدبيرونه هم وړاندې کړل. هغه پر دې ټينګار وکړ چې چين په سوله ييز، ورخلاص، همکاريز او ګډ پرمختيايي لوري روان دی. د ده څرګندونې او ژمنې د سولې، پرمختګ او ګډو برياليتوبونو له تاريخي تمايل سره سمون لري او د يوه مسؤلانه لوی هېواد په توګه د چين د ښې بڼې ښکارندويي کوي او د څو اړخيزم د ساتلو لپاره يې د چين ځواک زيات کړی او دا په نړيواله ټولنه کې يې يادې خبرې د هر کلي وړ ګرځېدلي دي.

اوس مهال د کوويد ۱۹ وبا او په نړۍ کې د سترو بدلونونو تر اغيزو لاندې د انسانانو برخليک د تاريخ په څلور لارې کې پآتې دی. دا د انديښنې وړ ده چې ځينو هېوادونو د يو اړخيزم تګلارې په غوره کولو سره نه يوازې په پر له پسې توګه د کوويد۱۹ وبا د مخنيوي او کنټرول لپاره نړيوالې همکارۍ ته بلکې تر نړيوالې جګړې وروسته داسي نړيوال نظم ته زيانونه رسولي چې چارې يې م م پرمخبيايي، عمده لارې چارې يې څو اړخيزه همغږي ده او مهمې ځانګړتياوې يې ډله ييزې کړنې دي. په دې ځانګړي موقف کې دا لازمه ده چې د م م عمومي اسامبلې څو اړخيزم ته پاملرنه کوي.

د يوه داسې هېواد په توګه چې د کوويد۱۹ وبا د مخنيوي او کنټرول او د اقتصاد د احيا د چټکتيا په برخه کې په مخکښو هېوادونو کې شامل دی، چين تل د څو اړخيزم ټينګ ملاتړکوونکی دی او په فعاله توګه يې د دې وبا د مخنيوي او کنټرول لپاره وړانديزونه کړي دي. رئيس شي جين پينګ په خپلې وينا کې څلور فقره ييز وړانديز وکړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې بايد د خلکو ګټو او ژوند ته لومړيتوب ور کړي شي،يووالی دې پياوړی او د کوويد ۱۹ وبا د مخنيوي او کنټرول کارونو د عادي کېډو لپاره دې هر اړخيز تدبيرونه ونيول شي او پرمختيايي هېوادونو په تېره بيا افريقايي هېوادونو ته دې پاملرنه و شي. دغه وړانديزونه د رئيس شي جين پينګ له پخوانيو څرګندونو سره يو شان دي چې پکې له دې وبا سره د مبارزې تجربې راغونډې شوي او ور څخه د دې وبا د مخنيوي او کنټرول لپاره د ده ژوره مفکوره ښکاري. ياد وړانديزونه د نړيوالې همکارۍ لپاره ډېر مهم لارښوونکی اهميت لري.

تاريخ ته په کتو سره د انسانانو ټولنه تل په پر له پسې ډول له ډېرو ستونزو او ننګونو څخه وتلې او تجربې يې ترې تر لاسه کړې او خپلو ګامونو ته يې دوام ور کړی دی. دا ځل به هم انسانان هرو مرو بحران او ستونزې لېرې کړي. رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د انساني ټولنې د دايمي پرمختګ لپاره له دې وبا راهيسې څلور فقره ييزې تجربې وړاندې کړې او پر دې يې ټينګار وکړ چې مختلف هېوادونه د ځمکې په کره کې ګډ ژوند کوي.هغه دې ته په اشارې وويل چې د اقتصاد نړيوال کېدل عيني حقيقت او تاريخي تمايل دی، نو انسانان د ايکولوژيکي تمدن او ښکلې ځمکې د ابادۍ لپاره ځاني انقلاب ته اړتيا لري. هغه وړانديز وکړ چې د نړيوال اداري سيستم اصلاحات او بشپړتيا لازمه ده.

نړيوالې ټولنې د ده د يادې مهمې وينا لوړه ستاينه او ارزونه وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای