د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګی لاوروف د سپتمبر په ۲۴مه نېټه وويل، د ايران د ذروي تړون په پلمه پر ايران د امريکا يواړخيز بنديزونه ښه نتيجه نه لري.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويبپاڼې د خبر له مخې، لاوروف په همدې ورځ له خپل ايراني سيال محمد جواد ظريف سره تر خبرو اترو وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، د ايران د ذروي تړون په پلمه پر ايران د بنديز لګولو په اړه د امريکا هڅه ناقانونه او د منلو وړ نه ده او په م م کې به ملاتړ تر لاسه نه کړي. روسيه به له ايران سره مشورې او همکارۍ ته دوام ورکړي چې د ايران ذروي تړون وساتي.
وزير لاوروف وويل، روسيه او ايران د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګښت او د نړيوالو چارو همکارۍ د پياوړتيا په برخو کې لوړه سويه لري. دواړه خواوې به خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پياوړې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |