د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړیوال سازمان د سپتمبر په ۲۴مه نېټه يو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې په نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۳۱ ميليونو، ۶۶۴ زرو او ۱۰۴ تنو ته رسېدلی دی.
ياد راپور ښيي چې د منځنۍ اروپا په وخت د سپتمبر د ۲۴مې نېټې د ماسپښين تر ۵ بجو ۵ دقيقو په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۲۸۴ زره او ۵۳۱ تنه زيات شو او عمومی شمېر يې ۳۱ ميليونو، ۶۶۴ زرو او ۱۰۴ تنو ته رسېدلی، په همدې ورځ د دغه ويروس له امله ۵۸۰۲ تنه مړه شوي او د مړه شويو عمومي شمېر يې ۹۷۲ زرو او ۲۲۱ تنو ته رسېدلی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |