CRI Online

د څو هېوادونو مشرانو له م م څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا غوښتنه يې وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2020-09-25 09:48:34

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د ۷۵مې عمومي اسامبلې عادي مباحثوي غونډه د سپتمبر په ۲۲مه نېټه نيويار کې د م م په مقر کې پرانيستل شوه. د قرغېزستان، افغانستان، مغولستان، ليبريا، اندونيزيا او افرانسې په شمول د څو هېوادونو مشرانو د دغې غونډې په ترڅ کې د ويډيو له لارې له م م څخه د دوی ملاتړ څرګند کړ او د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا او د څواړخيزم د ساتلو غوښتنه يې وکړه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشراف غني د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې نړيواله ټولنه بايد د هر ډول ننګونو پر وړاندې د م م د جوړېدو په وخت کې د ټاکل شويو اصولو درناوی وکړي. د م م د بشري حقونو له اړوندو سندونو څخه څرګند شوي ارزښتي نظريې د نه تر سره کولو وړ هيلې او خوب نه دي، بلکې په واقعيتونو دې بدل شي. د سولې، شرافت، عدالت او ازادۍ په اړه د ژمنو پوره کول بې سارې نژدې همکارۍ او د ستونزو د حل واقعي چوکاټ ته اړتيا لري.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای