CRI Online

فرانسوي خبري رسنيو له اقليمي بدلون سره د مقاومت لپاره د چين ژمنه وستايله

cri     (GMT+08:00) 2020-09-25 10:22:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې د LES ECHOS ورځپاڼې د سپتمبر په ۲۴مه نېټه د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، چين دغه وړانديز وړاندې کړی چې تر ۲۰۶۰م کال پورې به د نيالګيو کينولو او د شنو خونو ګازونو د خپراوي اندازې د ټيټوالي له لارې د کاربن دوه اکسايد اندازه کمه شي، دا له اقليمي بدلون سره د مقاومت په باب د پاريس تړون د پلی کولو لپاره يو مهم ګام دی.

په دې مقاله کې دې ته اشاره شوي، چې د چين ياده ژمنه د پاريس له تړون څخه د وتلو په باب د امريکا له رويې سره څرګند توپير لري. امريکا يوازينی هېواد دی چې د کاربن دوه اکسايد د پاکولو پلان يې نه دی جوړ کړی.

په دې مقاله کې د Greenpeace سازمان د چين څانګې د سر استازي لي يان په حواله وويل، د چين ژمنه د اقليمي همکارۍ پر وړاندې په دې ستونزمن کال کې ډېر مثبت رول لوبوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای