CRI Online

د برېتانيا 《نيچر》 مجله: د بیولوژيکي تنوع د ساتلو په برخه کې قيمتي تجربې له ټولې نړۍ سه د شريکولو وړ دي.

cri     (GMT+08:00) 2020-09-25 11:21:57

د برېتانيا د نيچر په نوم مجلې د سپتمبر په ۲۳مه نېته د يوې ليکنې په خپرولو سره څرګنده کړه چې چين د بيولوژيکي تنوع په نړيواله اداره کې کليدي رول لوبوي. چيني سيانس پوهان له ټولې نړۍ سره د شريکولو وړ قيمتي تجربې لري. 

د دغې ليکنې له مخې، چين له تېرو لسګونو کلونو راهيسې د اقتصادي ودې او چاپېريال ساتلو ترمنځ د متوازن کېدو په برخه کې زياتې تجربې راغونډې کړې او اړوندو نړيوالو چارو ته يې زياتې ګټې رسولې دي. د چين سيانسپوهانو پکې مرکزي رول لوبولی دی. د دوی تجربې نورو هېوادونو ته د زده کړې ډېر مهم فرصت برابروي.

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای