CRI Online

هغه امريکايي سياستوال چې د م م له عمومي اسامبلۍڅخه د خپلې نندارې د صحنې په توګه استفاده کوي،په ډاګه د څواړخيزم خرابي غواړي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-25 15:32:59

د امريکا ولسمشر په نږدې تېرو ورځو کې د م م عمومي اسامبلۍ په بحث کې په عمدي توګه نوې کرونا ويروس چيني ويروس ياد کړ او له م م څخه يې وغوښتل چې له چين څخه د نوې کرونا په اړه حساب کتاب وغواړي. نوموړي همدارنګه په خپل هېواد کې د نوې کرونا پر وړاندې په مبارزه کې خپلې هڅې او پرمختګونه وستايل، دا په داسې حال کې ده چې په امريکا کې د نوې کرونا له امله د مړه شوو کسانو شمېر له ۲ لکو څخه زيات شوی دی.

ښکاره ده چې امريکايي سياستوالود م م له عمومي اسامبلۍ څخه د خپلې نندارې د صحنې په توګه استفاده کړې چې دغې کړنې څو اړخيزم ته زیان رسولی او نړيوال يې غوصه کړي دي.

سږکال د م م د جوړېدو ۷۵ مه کليزه ده. اوسمهال ټوله نړۍ د کرونا وبا له امله ډېره ځپله شوې او د وبا له ننګونو سره مقابله د نړيوالو ګډې همکارۍ او ګډې هڅې ته اړتيا لري او دا د نړيوالې ټولنې ګډه هيله هم ده. امريکا د نړۍ تر ټولو ځواکمن هېواد په توګه په دې ستونزمن وخت کې خپل تمرکز له نړيوالو ننګونو سره مقابلې ته نه ، بلکې د نورو بدنامولو او په نړيوالو اړيکو کې د تفاق اچولو ته اړولی او سياسي ويروس خپروي.

درواغ حقيقت نه شي پټولای. چين په لومړي وخت کې د روغتيا نړيوال سازمان او نوروهېوادونو ته د وبا خبر ورکړی، له نورو سره يې د وبا پر وړاندې د مبارزې تجربې شريکې کړې او طبی مرستې يې هم کړې دي. خو د امريکا سپينې ماڼۍ برعکس د وبا پر وړاندې روانې مبارزې ته پاملرنه نه ده کړې او په بېلابېلو مواردو کې يې نوې کرونا ويروس چيني ويروس بللی او غوښتي يې دي چې له دې لارې خپل مسئوليت پر چين واچوي.

په امريکا کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر او له دې امله د مړه شوو کسانو شمېر په نړۍ کې تر ټولو زيات دی، د امريکا مشرتابه پدې برخه کې له مسئوليت څخه ځان نه شي خلاصولای. د امريکا مشهور خبريال وډ وارډ په خپل نوی کتاب (رېج) کې رسوا کړې چې د امريکا ولسمشر د روان کال د فبرورۍ په لومړيو کې له هغه سره د مرکې پر مهال کوويد-۱۹ ويروس تر انفلونزا ډېر وژونکی بللی و . خو سپينې ماڼۍ په خپلو بيانونو کې دا ويروس جدي نه دی ګڼلی او په دې برخه کې د نورو منطق نه مني چې په پايله کې په دغه هېواد کې کرونا په چټکۍ سره خپور شوی او وضعيت ډېر سخت شوی دی. اوس د کرونا له امله په امريکا کې تر دوو لکو ډېرو خلکو ژوند له لاسه ورکړی او دغه پړه که د سپينې ماڼۍ نه وي، نو د چا ده؟

د امريکاپه ټايم مجله کې يوه تازه خپره شوې ليکنه کې راغلي چې کرونا وبا امريکا کمزوره کړې او د دغه هېواد په دننه کې يې موجودې سيستماتيکې ناندرۍ رابورته کړې ، د دې ستونزې اصلي عامل د دغه هېواد مشرتابه دی ، د وبا پر وړاندې په مبارزه کې به د ولسمشر ناکامۍ تاريخ هيرې نه کړي.

امريکا خپل مسوليت پر چين سره بيره د روغتيا پر نړيوال سازمان هم اچولی، له ياد سازمان څخه يې د وتلو اعلان کړی او مالي مرستې يې هم ورباندې بندې کړې . د امريکا دې کړنې د وبا پر وړاندې روانه نړيواله مبارزه ډېره زيانمنه کړې او د نړيوالو روغتيا يې له لويو خطرونو سره مخ کړې ده، که نړيوال امريکا خپل سرو کړنو پر وړاندې غلي پاتې شي، نړيواله ټولنه به په لاسختو مشکلاتو کې راګير شي.

د ډېرو هېوادونو مشرانو د م م عمومي اسامبلۍ ته په ويناوو کې د څو اړخيزم، يووالي او همکارۍ د پياوړتيا غوښتنه وکړه. د بېلګې په توګه د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون په خپله وينا کې اشاره وکړه چې موږ بايد د بېړنيو روغتيايي پېښو او اقليمي بدلون په ګډون د بېلابېلو ننګونو پر وړاندې همدااوس مقابلوي اقدامات غوره کړو. د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې د م م ځينو غړو هېوادونو بيا بياد م م د رول مخنيوی کړی، د نړيوالو ستونزو د حل لپاره په کار دي چې بېلابېل هېوادونه خپل توپيرونه پرېږدي او په بېلابېلو برخو کې يو دبل پوهاوی او ګډې همکارۍ وکړي. که څه هم ماکرون او ميرکل په خپلو خبرو کې امريکا نه ده ياده کړې، خو څرګنده ده چې د دوی هدف امريکا ده. د دوی له خبرو څخه هم ښکاريږي چې د يواړخيزم مخنيوی او د څواړخيزم ملاتړ د نړيوالې ټولنې ګډه هيله ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای