CRI Online

د چین د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره ځانګړي استازي لیو جیان کابل ته سفر وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-09-26 09:44:23

د چین د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان چارو لپاره ځانګړي استازي لیو جیان د روانې میاشتې له ۲۱نیټې څخه تر ۲۴نیټې پورې کابل ته سفر وکړ او په دې ترڅ کې یې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، سرپرست خارجه وزیر محمد حنیف اتمر، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشر پخواني مرستیال محمد کریم خلیلي او دغه راز په افغانستان کې د روسیې سفیر دمیتري جیرنوف سره ملاقاتونه وکړل. په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو هم په یادو کتنو کې ګډون درلود.

سفیر لیو جیان د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په مراسمو کې د چین د دولتي شورا غړي او خارجه وزیر وانګ یي د وینا رویې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل افغانستان اوس د سولې له مهم فرصت سره مخامخ دی. چین خوشحاله دی چې د افغانستان د سولې په لار کې مهم ګامونه پورته شوي دي او هیله لري چې اړوندې خواوې د ګډو ټکيو په موندلو سره د افغانستان مسئلې د حل لپاره سیاسي لار پیدا کړي. چین به د تیر په شان د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي، همغږي به ولري او لازمې اسانتیاوې به برابرې کړي.

افغان مشرانو د چین د ټینګ ملاتړ ستاینه وکړه، هیله یې وکړه چې چین خپل فعال رول ته دوام ورکړي او له چین څخه یې مننه وکړه چې چین همیشه د افغان سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي او په تیره بیا یی د روان کال راهیسې افغانستان ته د ګرونا وبا سره د مقابلې په برخه کې ډیرې مرستې برابرې کړې دي. افغانستان غواړي د تولید او ژوند د کاروبارونو د بیاعادي کولو ، متقابل پیوستون او اقتصادي پرمختګ په برخو کې له چین سره واقعي همکارۍ وکړي او هیله لري چې چین د افغانستان د سولې په بهیر کې لازیات رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای