د ټيکټاک شرکت د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي وو، چې بايت دانس شرکت د امريکا له اوراکل او والمارټ دوو شرکونو سره موافقه کړې ده او درې واړه خواوې به په نږدې وخت کې د چين او امريکا د قانون له مخې همکاريز تړون لاسليک کړي.
د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ هم په هماغه ورځ ويلي وو چې هغه په بنسټيزه توګه له ياد همکاريز تړون سره موافقه کړې ده. خو يوه ورځ وروسته يعنې د سپتمبر په ۲۰مه نېټه يې وويل، که د بايت دانس شرکت د ټيکټاک د کنټرول کوم حق وساتي، نو د امريکا حکومت به دغه همکاريزه لايحه تصويب نه کړي.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د سپتمبر په ۱۹مه نېټه ويلي، چې امريکا د دولتي امنيت په پلمه د چيني تصديو قانوني حقونو ته زيانونه رسولي، چين له دې سره کلک مخالفت کوي. که امريکا دغو نامسئولانه کړنو ته دوام ورکړي، نو چين به د خپلو تصديو قانوني حقونو د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |