CRI Online

هغه امريکايي سياستوال چې په حقيقتونو باندې سترګې پټوي، تور ته سپين او سپين ته تور وايي د نړيوال بيالوژيکي چاپيريال لپاره تر ټولو ستر خطر او ګواښ بلل کيږي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-26 17:00:15

د امريکا ولسمشر په نږدې تېرو ورځو کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وينا کې له اقليمي بدلون سره د مقابلې او د چاپيريال ساتنې په برخو کې د چين له هڅو انکار او رد کړې او پرې يې بې مورده لفظي بريدونه وکړل، نوموړي همدارنګه له پاريس تړون څخه د خپل هېواد د وتلو کړنه فخر او ځان يې د نړيوال چاپيريال ساتونکی بللی دی. د نوموړي دغه خبرې داسې دي لکه تور ته چې سپين او سپين ته تور وويل شي، دا ښکاره او څرګنده ده چې نړيوال بيالوژيکي چابيريال ته تر ټولو ستر پېښ کړی خطر او ګواښ د امريکايي سياستوالو له خوا دی.

په چين کې د بيالوژيکي چاپيريال د ساتنې په اړه مقررات د دغه هېواد په اساسي قانون کې درج او ټاکل شوي دي. د چين د دولت رئيس هغه نظر چې وايي پاکې اوبه او شنه غرونه د سرو زرو په شان ارزښتناک دي، په دغه هېواد کې د عملي کېدو په حال کې دی.

په ۲۰۱۸کال کې په چين کې د هر جي ډي پي لپاره د کاربن دوه اکسايد د خپرېدو اندازه د ۲۰۰۵کال په پرتله ٪45.8 کموالی ښودل شوی دی. د ملګرو ملتونو په روانې عمومي اسامبلې کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې ژمنه وکړه چين هڅه کوي له ۲۰۳۰کال مخکې د کاربن دوه اکسايد د خپرېدو اندازه ټاکلې موخې ته ورسوي.

امريکا په نړۍ کې لومړی هېواد دی چې تر ټولو ډير يې شنه خونيز ګازونه خپاره کړي دي، برسيره پردې امريکا د کيوتو پروتوکل نه دی منلی او له پاريس تړون څخه وتلې ده او دې کړنې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د نړيوالې ټولنې ګډې همکارۍ سختې زيانمنې کړې دي. امريکا هغه هېواد هم دی چې نورو هېوادونو ته يې تر ټولو ډېر جامد کثافات صادر کړي دي، د امريکايانو د هر تن په سر د پلاستيکي موادو مصرفي اندازه تر نورو هېوادونو هم لوړه ده. امريکا د باسيل هوکړه هم نه ده منلې، خو د دې ترڅنګ يې پرمختيايي هېوادونو ته خپل ګڼ شمېر جامد کثافات انتقال کړي دي. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د خبر له مخې، د امريکا حکومت له ۲۰۱۷کال څخه راپدې خوا د چاپيريال د ساتلو په اړه د څه باندې ۱۰۰قانوني مادو تطبيق کمزوری کړی چې له امله به يې تر ۲۰۳۵کال مخکې ښايي په دغه هېواد کې د شنو خونيزو د ګازونو د خپرېدنې په شمېر کې يو ميليارد او ۸۰۰ ميليونه ټنه زياتوالی راشي.

د ځمکنۍ کرې ساتل د ټولو انسانانو يوازېنی انتخاب دی. که نړيوال د امريکايي سياستوال د خپلسرو کړنو پر وړاندې غلي پاتې شي، نړيواله ټولنه به په لاسختو مشکلاتو کې راګيره شي او دا پړه به تاریخ هېڅکله هيره نه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای