د جاپان نوي صدراعظم يوشيهيد سوګا د سپتمبر په ۲۵مه نېټه وويل، جاپان ټينګ هوډ لري چې په راتلونکي دوبي کې په توکيو کې د اولمپيک لوبې تر سره کړي، جاپان به د دې لپاره تر وسې پورې کوښښ وکړي.
نوموړي په همدې ورځ د م م د ۷۵مې عمومي اسامبلې په عادي بحث کې يادې خبرې کړې دي، " د راتلونکي کال په دوبي کې، جاپان به په توکيو کې د اولمپيک لوبې او د معيوبينو اولمپيک لوبې تر سره کړي، دا د کوويد-۱۹ وبا پر ضد مبارزه کې د انسانانو د بريا نښه ده. " (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |