CRI Online

شي جين پينګ: شينجيانګ به د ورخلاصون په برخه کې د نمونې په توګه اباد شي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-27 17:36:03

د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د ۲۰۱۴کال په اپريل کې له شينجيانګ کورواکې سيمې څخه د ليدنې پرمهال ويلي وو، که "يو کمربند او يوه لاره " جوړه او اباده شي، نو شينجيانګ به ښايي يوه سمسوره سيمه وګرځي.

نوموړي شپږ کاله وروسته د سپتمبر په ۲۵ مه او ۲۶ مه نېټه په بېجينګ کې د شينجيانګ د چارو په اړه يوه مهمه غونډه کې د دغې سيمې د راتلونکي پرمختګ په اړه هدايت کړي دي چې د شينجيانګ له غوره جغرافيايي موقعيت څخه دې په ګټه اخيستلو د دغې سيمې د ورخلاصون کچه پياوړې شي څو په هېواد کې يوه نمونه وګرځي.

شينجيانګ د چين په شمال لويديځ کې پروت دی او د ورېښمو لرغونې لارې باندې د مهم موقعيت لرونکی و. د دې سيمې ځمکنۍ سرحدي کرښه تر پنځه زرو او شپږ سوو ډېر اوږدوالی لري او د روسيې، قزاقستان، پاکستان، مغولستان، افغانستان او هند په ګډون له اتو هېوادونو سره ګډې پولې لري. شي جين پينګ په ۲۰۱۴ کال کې له دغې سيمې څخه تر ليدنې وروسته غوښتنه وکړه چې شينجيانګ بايد د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په اوږدو کې د يو ستر مرکز په توګه اباد شي او د ورخلاصون تګلارې په پلي کولو کې يوه نمونه وګرځي.


د سپتمبر په اتمه نېټه د شينجيانګ په مرکز اورومچي ښار کې د نړيوال ځمکني بندر په سيمه کې د ژوند پر اړينو توکو بار اورګاډی د اروپا په لور د حرکت کولو په حال کې دی

له ۲۰۱۴ کال وروسته شينجيانګ د خپل پرمختګ لپاره زياتې هڅې کړې او هدف يې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په اوږدو کې د يوه ترافيکي محور، سوداګريز، اقتصادي، کلتوري، علمي او طبي خدماتي مرکز په توګه وګرځي. تر ۲۰۱۹ کال پورې دغه سيمه له پنځو هېوادونو سره د مالونو ليږد راليږد لپاره ۱۱۱ لاينونه پرانيستي، له دې سيمې څخه بهرنيو هېوادونو ته دوه زره پنځه سوه او څلور شپېته بار وړونکو اورګاډو تګ راتګ کړی او له ګاونډيو هېوادونو سره مخابراتي او معلوماتي پيوستون يې هم پياوړی شوی دی. برسيره پردې د ۲۰۱۹ کال د می مياشتې تر پايه پورې شيجيانګ له ۹۶ هېوادونو او سيمو سره د سوداګريزو معاملو په اړه نوې تګلارې پلې کړې چې له مخې يې د سوداګريزو معاملو پيسې په ژن مين بي يوان ورکول کيږي.

په تېرو لسو کلونو کې د چين مرکزي حکومت په ټوليزه توګه د شينجيانګ د چارو په اړه دری غونډې ترسره کړې او پکې يې د دغې سيمې د پرمختګ کړنلاره جوړه کړې ده، ويل کيږي چې هره غونډه د دغې سيمې د اقتصادي او ټولنيزې ودې لپاره ډېر اهميت لري. د بېلګې په توګه له ۲۰۱۴ کال څخه کله چې له يادو دريو غونډو څخه دويمه غونډه پکې ترسره شوه، تر ۲۰۱۹ کال پورې هر کال د شينجيانګ په توليدي ارزښت کې ٪7.2 زياتوالی راغلی او د ځايي اوسېدونکو د هر تن په سر په کلني عايد کې ٪9.1 زياتوالی راغلی، برسيره پردې کابو ۱۰ ميليونه اوسېدونکي نويو کورونو ته انتقال شوي چې دغه شمېر د دغې سيمې په ټول نفوس کې نږدې نيمه برخه نيولې ده. په ۲۰۱۴ کال کې په شينجيانګ کې د بې وزلو کسانو شمېر ۳ ميليونه۸۹ زره تنه ښودل شوی، خو په ۲۰۱۹ کال کې له دغو بې وزلو کسانو څخه ۲ ميليونه ۹۲۳ زره او ۲۰۰ تنه د بې وزلۍ له حالت څخه وتلي دي او په دې سيمه کې د بې وزلۍ د رامنځته کېدو انډول له ٪19.4 څخه ٪1.24 ته راټيټ شوی دی. د چين مرکزي حکومت د دغې سيمې د پرمختګ د پياوړتيا په موخه له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په شپږو کلونو کې له ۲۰۰۰ ميليارډو يوانو څخه ډېر پيسې ورکړې دي.

د روان کال په غونډه کې په شينجيانګ کې د بې وزلۍ له منځه وړل او د خلکو ژوند ښه کول لا هم له مهمو موضوعاتو څخه دي. شي جين پينګ د شينجيانګ جنوبي سيمې ته ډېره پاملرنه کوي، ځکه چې په جنوبي شينجيانګ کې د تاکلماکان صحرا پرته ده. په دغه سيمه کې په تېره بيا د کاشغر، ختن، قيزىلسو او اکسو څلورو سيمو کې کله کله سيلابونه او وچکالي رامنځته کيږي او سخت بادونه هم لګيږي چې په دغو ځايونو کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو چارې يې له ننګونو سره مخ کړي دي.


د شينجيانګ په اکتاو ولسوالۍ کې کليوال په فارم کې د شفتالو ونو د شاخبوري حالت د کتلو په حال کې

په ۲۰۱۴ کال کې د شينجيانګ چارو په اړه د چين د مرکزي حکومت په دويمه غونډه کې شي جين پينګ وويل، د جنوبي شينجيانګ د پرمختګ د هڅولو پاليسي بايد د دغې سيمې د واقعي حالاتو له مخې په وخت تنظيم شي څو د دې سيمې پرمختګ ګړندی او پياوړی شي. د روان کال په غونډه کې شي جين پينګ يو ځل بيا د جنوبي شينجيانګ پرمختګ يادونه پر مهال وويلې د دې سيمې د ټولنيزې او اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره دې زياتې هڅې وشي. د خوښۍ وړ خبره دا ده چې د مرکزي حکومت د يو لړ تګلارو په رڼا کې په جنوبي شينجيانګ کې د اقتصادي او ټولنيزې ودې، په تېره بيا د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د ليدو وړ لاسته راوړنې لري، له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د جنوبي شينجيانګ په څلورو لويو سيمو کې يو ميليون ۸۸۹ زره او ۵۰۰ کسان له بې وزلۍ څخه وتلي دي او د بې وزلۍ د رامنځته کېدو کچه له ٪29.1 څخه ٪10.9 ته کمه او ټيټه شوې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای