د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د سپتمبر په ۲۷مه نېټه په جلا جلا توګه د ارمنستان، ترکيې او اذربايجان د بهرنيو چارو له وزيرانو سره تلېفوني خبرې اترې وکړې چې په ناګورنو قرباغ سيمه کې د نوي پړاو شخړو د رامنځته کېدو په اړه يې خبرې وکړې. د روسيې خوا پر دې ټينګار وکړ چې د ارمنستان او اذربايجان ترمنځ اروبند بايد ژر رامنځته شي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د دريو اعلاميو له مخې، سرګي لاوروف د سپتمبر په ۲۷مه نېټه په جلا جلا توګه د ارمنستان د بهرنيو چارو له وزير زوهراب مناتساکايان، د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ميولوت چاوسوګلو او د اذربايجان د بهرنيو چارو وزير جيهون بايراموف سره په ناګورنو قرباغ سيمه کې د شخړو په اړه سلامشورې وکړې.
په اعلاميو کې ليکل شوي چې روسيه به د اروپايي امنيت او همکارۍ سازمان د مينستک ډلې له نورو رئيسه هېوادونو سره د وضعيت د ثبات لپاره د منځګړيتوب کوښښونو ته دوام ورکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |