CRI Online

د روغتيا نړیوال سازمان: په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۳۲۷۳۰۹۴۵ ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-28 10:36:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په ۲۷مه نېټه يوه نوې شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د  اخته شويو کسانو شمېر ۳۲۷۳۰۹۴۵ ته رسېدلی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان د ويبسايټ د نوې شمېرنې له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د سپتمبر د ۲۷مې نېټې تر ۱۳ بجو ۸ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويدـ۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر تر يوې مخکنۍ ورځې ۲۹۸۷۷۳ زيات شوی، چې ۳۲۷۳۰۹۴۵ ته رسېدلی. د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۵۳۸۰ زيات شوی، چې ۹۹۱۲۲۴ ته رسېدلی دی.

(فرشته)   

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای