د سینهوا اژانس د خبر له مخې، د شلو هېوادونو ګروپ نوبتي رئيسه هېواد سعودي عربستان د سپتمبر په ۲۸مه نېټه اعلان وکړ، چې سږ کال د دې ګروپ سرمشريزه غونډه به د نومبر له ۲۱مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې په ويډيويي توګه تر سره شي.
د سعودي عربستان د اعلاميې له مخې، د دې هېواد پاچا سلمان بن عبدالغزيز به د دې ویډيويي غونډې مشري وکړي. دغه غونډه به د سږ کال په مارچ مياشت کې د کوويدـ۱۹ ويروس پر ضد د شلو هېوادونو د سرمشريزې غونډې، د وزيرانو په کچه د څه باندې ۱۰۰ غونډو او کاري غونډو د لاسته راوړنو پر بنسټ تر سره شي. په دې غونډې کې به د روغتيا او اقتصادي بيا رغونې په اړه بحث وشي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |