د روغتيا نړيوال سارمان د سپتمبر په ۲۵مه نېټه د کوويد-۱۹ وبا په باب يوه نوبتي غونډه کې وويل، چې اوس په ټوله نړۍ کې د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو حالت لا هم سخت دی، په څو هېوادونو کې د دې وبا له څپه راپورته شوې، دا د ډېرې د اندېښنې وړ ده. دغه سازمان ګواښ کړی چې که مؤثر اقدامات و نه نيول شي، ښايي د دې وبا له امله د مړو شمېر له ۲ ميليونو څخه واوړي.
برسيره پر دې، دغه سازمان له لابراتوار څخه د دې وبا د سرچينې په باب خبرې يو ځل بيا رد کړې او پر دې يې ټينګار وکړ چې کوويد-۱۹ له طبيعت څخه سرچينه اخيستې. د دې سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم وويل چې د دې وبا په پلمه دې پر نورو له لفظي بريد څخه ډډه وشي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |