CRI Online

پر شينجيانګ د تور لګولو له لارې د چين د پرمختګ مخنيوی په اړه د امريکايي سياستوالو هڅې ناکامې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-28 15:02:58
پر شينجيانګ د تور لګولو له لارې د چين د پرمختګ مخنيوی په اړه د امريکايي سياستوالو هڅې ناکامې دي

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې څو ورځې مخکې د شينجيانګ په اړه يوه کاري غونډه ترسره کړه، رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې له ۲۰۱۴ کال راهيسې شينجيانګ کې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ برياليتبونه راغونډ کړل او د شينجيانګ د ټولنيز ثبات او دايمي ارامتيا د ساتلو په اړه يې بشپړ ترتيبات وکړل.

د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې ځينو امريکايي سياستوالو د خپل سياسي تعصب او د ولسمشرۍ ټاکنو فشار له امله د بشري حقونو په پلمه د شينجيانګ په اړه پروپاګند او له درواغو ډک خبرونه جوړ او خپاره کړي دي، د چين د بدنامۍ ناکامۍ هڅې يې کړي او غوښتلي يې دي چې په دې توګه د چين د پرمختګ مخنيوی وکړي. خو په شينجيانګ کې د اقتصاد او ټولنې حالات څنګ دي؟ رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د مشخصو شمېرو له لارې اړوند مالومات وړاندې کړل.

له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په شينجيانګ کې د جي ډي پي يعنې د توليداتو ارزښت کلني زياتوالی 7.2 سلنه و او د بېوزلۍ انډول له 19.4 سلنې څخه 1.24 سلنې ته ټيټ شوی دی . اټکل کېږي چې په روان کال کې به په شينجيانګ کې بېوزلي پوره له منځه يووړل شي. په دغو کلونو کې مرکزي حکومت له شينجيانګ سره څه باندې دوه زره ميليارډه يوانه بسپنه کړې ده او ۱۹ ولايتونو او ښارونو له شينجيانګ سره 96.4 ميليارډه يوانه مرستې کړې دي. دغه شمېرې ښيي چې د شينجيانګي وګړيو تر کوښښونو او هڅو او د ټول هېواد خلکو تر ملاتړ لاندې، شينجيانګ د اقتصاد او ټولنې پرمختګ په برخه کې بې ساري بريالیتبونه تر لاسه کړي او د بېلا بېلو قومونو وګړيو د نيکمرغۍ او خونديتوب احساسات د دوامدار پياوړتيا په حال کې دي.

په شينجيانګ کې د پرمختګ برياليتوبونه دا ښيي چې د دغې سيمې د ادارې په اړه د چين د کمونېست ګوند ستراتيژۍ بيخی سمې دي او باید د دغو ستراتيژيو پر دوام ټينګار وشي.

شينجيانګ پخوا څو ځلې د ترهګريزو بريدونو له امله ناارامه شوی، نو دايمي ارامتيا او ثبات د دې سيمې د پرمختګ او ودې بنسټ دی. د چين د کمونېست ګوند د ادارې ستراتېژۍ له کبله شينجيانګ کې هېڅ ترهګريزه پېښه نه ده رامنځته شوې او ځايي وګړيو له ټولنيز ثبات او خونديتوب څخه ډېرې ګټې اخيستې دي. د سيلانيزو چارو په برخه کې، په ۲۰۱۹ کال کې ۲۱۳ ميليونو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو له شينجيانګ څخه ليدنې کړې او ځايي سيلانيز عايدات ۳۶۳ ميليارډو ۲۶۲ ميليونو يوانو ته رسېدلي دي، دغه شمېر له کابو ۵۲ ميليارډو امريکايي ډالرو سره برابر و.

بله خوا، پرمختګ د شينجيانګ د دايمي ارامتيا مهم بنسټ دی. د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په توګه، شينجيانګ تر اوسه له اروپا سره څه باندې د ۳۷۰۰ اورګاډو تګ راتګ کړی او کلنی زياتوالی يې له 80 سلنې زيات و. برسيره پر دې، شينجيانګ له ۱۷ هېوادونو، ۲۵ بهرنيو ښارونو او سيمو، ۸۸ کورنيو ښارونو سره هوايي ګرښې پرانيستلې او په چين کې يې د فرعي هوايي ګرښو تر ټولو لویه شبکه جوړه کړې ده.

خو ځينو امريکايي سياستوالو د شينجيانګ پر پرمختګ او برياليتوبونو سترګې پټې کړې او تل د تبعيض رويې په غوره کولو سره يې د بشري حقونو، قوم او مذهب په پلمه پر شينجيانګ او چين تورونه لګولي. خو د دوی دغې کړنې د نړيوالو ملاتړ هېڅکله نه دی تر لاسه کړی. د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه د م م د بشري حقونو شورا په ۴۵مه غونډه کې د ګڼ شمېر هېوادونو استازو د شينجيانګ مسئلې په اړه له چين څخه ملاتړ څرګند کړ او له اړوندو هېوادونو يې وغوښتل چې د شيجيانګ مسئلې په اړه د واقعيتونو درناوی وکړي او د چين په کورنيو چارو کې دې لاسوهنې ختمې کړي. تر اوسه پورې د ۹۱ هېوادونو څخه راغلو څه باندې ۷۰ ډلو له شينجيانګ څخه ليدنې کړې او دوی دا ګډ نظر لري چې د ترهګرۍ او توندلارۍ ضد مبارزه کې د چين تجربې د نړيوالو لپاره د زده کړې وړ دي.

دا ښکاره ده چې پر شينجيانګ د امريکايي سياستوالو د تور لګولو لاره ناسمه او ناکامه ده، د چين د پرمختګ مخنيوی نه شي کولای.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای