د امريکا حکومت د ملي امنيت د ساتنې په پلمه د Tik Tok په ګډون چيني شرکتونو حمله کړې، بهرنيو کارپوهانو په اشاره سره ويلي، چې د امريکا دغه اقدام د سوداګرۍ ساتونکې غوښتنه ده، دغه کړنه چې له نړيوال کېدو او د بازار له ازاد رقابت سره مخالفه ده، د امريکا د لا جلاوالي سبب به وګرځي.
د امريکا د مدافعانو دفتر Squire Patton د چيني او امريکايي شرکتونو د ادارې او پانګونو په اړه مشهور مدافع دان لويس وويل، پر Tik Tok د امريکا حکومت حمله به د بهرنيو تخنيکي شرکتونو د اندېښنې سبب وګرځي، دوی به د امريکايي بازار پر پرانيستنې شک وکړي. که د امريکا حکومت دا ډول اقداماتو ته دوام ورکړي، نو د دغه هېواد د جذب کچه به ټيټه شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |